دا محصول چې د انسان د بدن حرکات په برېښنا بدلوي، او دا برېښنا د يوې USB خولې له لارې د الکترونيکي توکو لکه موبايل ،کمره، او ټبليټ د چارج کولو لپاره ورکوي.
بليک ايزاک ددې اختراع يو له بنسټ اېښودونکو څخه دی ، وايي: دا اختراع ډېر ښه او ګټوره اختراع ده ، چې په لاره تګ. کې یې په جيب کې کېږده د کمرې، سمارټ فون، او ټبليټ سره یې د يو اېس بې له لارې وصل کړه، چې درته چارچ يې کړي
ددې چارجر دوه ماډلونه تر اوسه جوړ شوي دي يو یې G4000 او بل یې G3000 دی چې لومړی ماډل باندې د۵ ساعته چارچ وروسته يو ساعت پرلپسې خبرې کولای شئ او په دويم ماډل یې ۷ ساعته چارچ باندې يو ساعت پرلپسې خبرې کولای شئ.
او پردې سربېره دا وړتيا هم لري ، چې که چېرته يو داسې ځای ته روان وئ، چې د برېښنا امکان نه و، مخکې له مخکې یې په برېښنا چارج کړئ، چې بيا په هغه ځای کې ګټه ترې واخلئ.
تر اوسه پورې کره نېټه نه ده معلومه چې څه وخت به بازار ته راووځي. See More...