XtGem Forum catalog
Facebook User
www.facebookuser.mobie.in
جګ قد لرونکی
11999575 964742676918357 3998176917859173820 o
منګ منګ او د هغه ۲۹کلنه مېرمنه ژویان د نړۍ تر ټولو لوړ او دنګه جوړه ده. منګ منګ قد ۷ فوټه او ۹ انچه دی او مېرمن يې بیا ۶ فوټه او ۲ انچه ده او له همدې کبله دوی دواړه ښځه او مېړه په نړۍ کې تر ټولو دنګه جوړه بلل کیږي.
ولې غمګينه موسيقي اورو؟
11996912 421171014750201 4089935507003011869 n



نوې څېړنې ښيي چې خلک دا خوښوي چې غمګينه موسيقي واوري ، دا ځکه چې دا ډول موسيقي په انسان کې مثبت احساسات را ويښوي .

جاپاني څېړونکو په ۴۴ هغو داوطلبو کسانو ،چې موسيقاران او د موسيقي په هنر نه پوهېدل غمګيني او مستې سندرې واورېدلې.

له ګډونوال څخه د هرې سندرې له اورېدلو وروسته د هماغې سندرې په اړه د دوی د درک او احساسي وضعيت په اړه پوښتنې وشوې.

څېړونکي وايي: دوی دې پايلې ته ورسېدل چې غمګينه موسيقي متضاد احساس په ګډونوالو کې را څرګند کړ ځکه چې دې ګډونوالو دا فکر کاوه چې غمګينه موسيقي به دوی ته لا غم انګېز تراحساس ورپېچکاري کړي او دوی به لا غمګين کړي ، خو هغه ارامي او پټ احساس چې په غمګينه موسيقي کې وو ، د هيلو پر خلاف ډېر زيات وو.

د ټوکيو د هنر پوهنتون څخه اي کاواکامي او همکاران يې او د ريکن د مغزي علومو موسسه وايي: په ټوله کې غمګينه موسيقي په اورېدونکي کې غم تزريق کوي او غمګيني يو نا خوښی احساس دی .

خو دا څېړونکي وايي که چېرته غمګينه موسيقي يوازې ناخوښې موسيقي القا کوي نو انسان دې بايد هغه ته غوږ ونه نيسي ، هغه موسيقي چې غمګينه وي په واقعيت کې رومانټيک احساس او همدارنګه غم په سړي کې القا کوي خو عادي خلک په اکاډميک ډول د موسيقي له دې دوو جنبو څخه اطلاع نه لري. دوی په ناخود اګاه توګه موسيقي ته غوږ نيسي او له هغه څخه خوند اخلي ، ځکه چې دې دا ډول موسيقي احساس او ارامي په غمګينو اغېزو بره او بارزه ده.

ددې څېړنې پايلې په Frontiers in Psychology خپرونه کې خپرې شوې دي

که په دې هوټل کې ډوډۍ خورې، بايد کوتره شې
3333333333 1
د ټايلنډ هېواد د سونووا سيمې خلکو چې په خلاصې او شنې فضا کې له ژوند څخه خوند اخلي ، د ونې په لوړه ساقه کې داسې يو هوټل جوړ کړی دی ، چې له ځمکې څخه څو متره لوړ دی او مېلمانه کولای شي په دې ځای کې بېلابېل خواړه وخوري، استراحت وکړي، له لاندې شنه طبيعت څخه خوند واخلي، او خپلې رخصتۍ تېرې کړي.

Online : 1 user
To Day : 1 user
This Week : 1 user
This Month : 1 user
Total all : 332 Visitor